اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئېلي دي د آئين آرټيكل 62 ا??ف كښې د بدلون په حقله د ټاكنو اصلاحاتو لپاره ??ارلماني كمېټۍ كښې بائد بحث وكړی شي۔د آئين آرټيكل 62 تعلق د كوم هم غړي نااهليت سره دے او په دې كښې د نااهليت موده ټاكلې شوې نه ده۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ټاكنو قانون 2017 شق وار منظورۍ په مهال د مخالفې ډلې د اړخه د بدلون د اغراض ??و مقاصد په ځواب كښې زاهد حامد ??وئ??ل د ټاكنو بل 2017 كښې چې په كومو چارو اتفاق شوې هغه دې د ايوان څخه منظور كړې شي په كومو نكتو چې اتفاق ونه شو په هغې دې د ټاكنو اصلاحاتو لپاره ??ارلماني كمېټۍ كښې بحث وشي۔ده ??وئ??ل د آئين آرټيكل 63 د كوم هم غړي اهليت په حقله دے اود 62 تعلق د نااهليت سره دے۔ده ??وئ??ل آئين آرټيكل 62 ا??ف كښې د نااهلۍ موده نه ده ټاكلې بايد د دې شق ترمخه د نااهليت موده د پنځه كاله څخه كمه كړی شي۔په دې معامله دې د ټاكنو اصلاحاتو لپاره ??ارلماني كمېټۍ كښې غور وكړې شي